- مطابق
(ژباړه)
خبر:
د ټرمپ حکومت د «تمدن د نابودۍ» له اصطلاح څخه کار واخیست او په دې توګه یې د اروپایي تمدن زوال ته اشاره وکړه. دا تعبیر د امریکا د ملي امنیت د نوې ستراتیژۍ په چوکاټ کې کارول شوی، هغه سند چې تېره اونۍ خپور شو. په دې ستراتیژۍ کې ادعا شوې چې کډوالي، د نورو عواملو تر څنګ د اروپا د تمدن د نابودۍ لامل ګرځي او دغه وچه پر یوه بل منځني ختیځ بدلوي.
همداراز ټرمپ دا ادعا هم وکړه چې له پولنډ او هنګري پرته نور اروپایي دولتونه به د کډوالۍ له امله، له دې وروسته د بقا وړ دولتونه نه وي.
تبصره:
د بریتانیا ګارډین ورځپاڼې د اروپا د تمدن د زوال په اړه د ټرمپ د تورونو په غبرګون کې د جورج مونبیو یوه مقاله خپره کړه، چې سرلیک یې و: «حقایق روښانه دي: اروپا باید د کډوالو پر مخ خپلې دروازې پرانیزي، ګنې له حتمي زوال سره به مخ شي». جورج مونبیو د ټرمپ د ادعاوو په نیوکه کې لیکي: «په حقیقت کې له کډوالۍ پرته به، نه اروپا پاتې شي او نه تمدن او آن داسې څوک به هم نه وي چې د دې موضوع په اړه بحث وکړي؛ ځکه په اصل کې همدا هغه عامل دی چې د تمدن د نابودۍ لامل ګرځي».
امریکا د دې نوې ستراتیژۍ له لارې غربي سپینپوستی عنصر د تمدن بنسټ او د هغه د دوام معیار معرفي کوي او د خپل ولسمشر د نژادپالي لیدلوري له مخې، په اروپا کې د نفوس هر ډول بدلون داسې ګڼي چې ګواکي دغه لویه وچه منځني ختیځ ته ورته ده. دا تګلاره د منځني ختیځ د خلکو ښکاره سپکاوی څرګندوي؛ یوازې له دې امله چې هغوی سپینپوستي نه دي.
برعکس، اروپایان پر دې باور دي چې په اروپا کې د ژوند دوام له کډوالۍ پرته ممکن نه دی؛ په ځانګړي ډول دا چې د سپینپوستو وګړو ترمنځ د زېږون کچه په شدت سره ټیټه شوې ده او که دا تشه د نورو وګړو له لارې جبران نه شي، ښايي د نفوس د له منځه تلو لامل وګرځي.
سره له دې ټولو، د اروپا له لوري د غیر سپینپوستو وګړو د ورتګ ملاتړ د ملتونو د برابرۍ پر باور ولاړ نه دی؛ بلکې د زېږون د کچې د کمېدو په سبب له رامنځته شوي زوال څخه د اروپا پر ژغورلو ولاړ دی. په بله وینا، د کډوالو منل د اړتیا له مخې ترسره کېږي، نه د انساني زغم او نه بشري ارزښتونو ته د ژمنتیا له مخې.
په دې تونده غربي شخړه او د اتلانتیک سمندر د دواړو غاړو ترمنځ په ژور اختلاف کې، د اسلامي خاورو حضور په ښکاره توګه غایب دی. د منځني ختیځ په دولتونو کې بېوسه رسنیو د مسلمانانو په اړه د ټرمپ د نژادپالونکو سپکاویو پر وړاندې هېڅ غبرګون و نښود؛ هغو سپکاویو ته چې مسلمانان پکې بېتمدنه ولسونه انځور شوي دي.
د منځني ختیځ حکام، چې پرلهپسې د ټرمپ او د هغه د نظام ستاینه کوي او د خپلو خاورو پر ضد د هغه له ټولو تهاجمي طرحو څخه ملاتړ کوي، د خپلو ملتونو سپکاوي او هغوی ته د بېتمدنۍ نسبت ورکولو ته هېڅ ارزښت نه ورکوي؛ حال دا چې امریکا همدغه ملتونه د وحشت، شاتګ او زوال نښې معرفي کوي. دا حقیقت هغه مهال لا روښانه شو، چې ټرمپ په ښکاره نژادپالونکې ژبې سره د سومالیا ملت په بشپړ ډول «کثافات» وباله، پرته له دې چې په امریکا کې د مېشتو سومالیایانو او پخپله د سومالیا د اوسېدونکو ترمنځ کوم توپیر وکړي.
د ټرمپ دغه ښکاره نژادپالنه او پر داسې سیاستونو د هغه د حکومت ټینګار ثابتوي، چې د اسلامي نړۍ د حکامو په نظر کې د اسلامي امت انځور، د امریکا له سپک لیدلوري سره هېڅ توپیر نه لري. سربېره پر دې، د بشار اسد د وروستي غږیز فایل افشا کېدو په څرګند ډول وښوده، چې د منځني ختیځ حکام خپلو ملتونو ته په څومره سپکاوي او تکبر سره ګوري.
په حقیقت کې د مسلمانانو په اړه د امریکا دا متکبرانه لیدلوری به یوازې هغه مهال بدل شي، چې یوه پیاوړې او اسلامي رهبري رامنځته شي؛ داسې رهبري چې د اسلامي سیاست ارزښتونه د دولتي ځواک په ملاتړ او د بنسټ د ټینګښت پر مټ پر نړۍ وتپلی شي، نه د ګدایۍ، جوړجاړي، نرمښت او د دروغجنې خواخوږۍ د سیاستونو له لارې.
لیکوال: أحمد الخطواني
۱۴۴۷هـ.ق د جمادی الثاني ۲۵مه
۲۰۲۵م د ډسمبر ۱۶مه
ژباړن: صهیب منصور




